مات کړئ دغه په دین د دلیل انحصار مات کړئ!
ته به وایي چي غم هم په دوي ده، درد او زخم هم د دوي ده، وژل شوي هم دوي دي، له کور او کلي هم دوي شړل شوي دي، زندانونه هم له دوي ډک دي، ماشومان هم د دوي یتیمان دي، تور سرې هم د دوي کونډي شوي دي، بمبارد هم په دوي ده، چاپه هم په “دوي ده، په ډالرو هم دوي خرڅیږي
اخر دا څه حال ده چي دوي جوړ کړی ده، هیواد یه په خپله پچه خیژولی ده لکه د دوي د پلار میراث چي وي موقت یه دوي خرڅوي، ابدي یه دوي خرڅوي، د نیکونو دښمنان مو دوي میلمانه کوي، اخر دا شرم او حیا یه څه شوه
موږ یواځي دین دلیل نیولی ده ته به وایي چي بل هیڅ منطق او انساني حق نه لرو
مات کړئ! دغه په دین د دلیل انحصار مات کړئ!
موږ هم د بشر برخه یو، د هیواد بچیان یو، انسانان یو.
له حکومته یه وشړولو نور دوي څه حق لري چي په توره شپه مو په کور راننوزي پت عزت مال او عیال مو لوټي، موږ وژني، کورونه رانړوي، له کلي او هیواده مو شړي، او ځانونو ته د مظلومانو او رغونکو نومونه ډالۍ کوي؟
“دوي چي د نورو مزدوري کوي افتخار یه بولي او موږ چي په وچ زور د نورو غیږو ته ورغورزوي د پردۍ پالني پیغور راکوي.
ډمو کراسي د ټول جهان د یرغل او تاړاک په زور راباندي تپي او بیا ژړا او فریاد هم له موږ مخکي دوي کوي.
راپاڅئ جهان ته وښایاست چي هیواد مو چا ویران کړل، چا تبا کړل، چا خرڅ کړل، د نړۍ د فساد اول نمبر ته چا ورسول، قاچاک او رشوت چا رواج کړل، نشیې توکي چا عام کړل، د وژنو وسائل له چا سره دي، څوک یه ورکوي، د کوم هدف لپاره او په کوم شرط یه ورکوي.
هیوادوالو ته په ډاګه کړئ! چي د نړۍ قرضونه څوک د هیواد په نوم راوړي، څوک یه د نړۍ هیوادونو ته انتقالوي، څوک یه په جیبونو کي اچوي، څوک د ځمکو غاصبین دي، “څوک د هیواد په غرونو کي د پنا حق نه لري”، او څوک د کابل په زړه کي په لسګونو اسمان څکي ماڼۍ لري، ولي یه لري، چا ورکړې، په څه یه ورکړې، دا د کوم باغ مولۍ وې؟
هیواد یه غصب کړل، تاریخ یه محو کړل، د اسلام احکام یه لغو کړل، کلتور یه غربي کړل، اوس غواړي چي د “ولس” نوم هم غصب کړي (خپل ځانونه ولس وبولي او نور خلک د سویانو نسل او د ترخي له بیخه وګڼي).
مدرسې یه وسوځولې بندي یه کړې، استاذان یه شهیدان کړل، محصلین یه تهدید کړل زنداني یه کړل، اوس څو ډومان د تعلیم په نوم نڅوي او د نورو وژلو ته جواز ورکوي.
لکه څنګه چي مادیات غصب کیږي هغسي معنویات او عنوانات هم غصب کیداي شي مه پریږدئ چي نور د سولي او امن نوم رانه غصب کړي، مه پریږدئ چي انسانیت او بشریت رانه غصب کړي.
نړۍ ته د عمل ترڅنګ د لیکنو او خپرونو په مټ هم روښانه کړئ چي بشریت څوک تبا کوي، او څوک نجات ورکوي، څوک یه د وژلو لپاره کیمیاوي بمونه جوړوي د خلکو د غلامولو هڅي کوي، او څوک یواځي د ارام ژوند تیرولو غوښتنه کوي او د امن درس ورکوي.
هیوادوالو ته جوته کړئ چي دلته د نړئ د جابرو او مستبدو هیوادونو ډالر راروان دي ولي؟ د څه لپاره د کوم تړون له مخي له موږ یې بدل څه غواړي په څه مصرفیږي څوک لاپي پرې وهي او د څه لاپي وهي؟
دلته چي هرڅه راغلي زموږ د سر په سودا راغلي او زموږ د سر ماتولو لپاره کاریږي
د دې خاوري تل یې په نورو خرڅ کړل د خاوري سر یې په کنډوالو بدل کړل خپل زامن او لوڼي یې لوڅي لپړي د خرمستۍ او سرمستۍ لپاره غرب ته ولیږلي او بیا یې د ناقوس له لاري غږ کړل چي (ولسه په غم دي غمجن یو)
دا تور مخي رسوا کړئ! ولس ته یې بربنډ کړئ!
عبدالرقیب رقیب