په زابل کې د فوټبال دولس ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کې نن یکشنبه د فوټبال لوبې دولس ورځنۍ پسرلنۍ سیالۍ پیل شوې.

د زابل د اولمپیک امر محمد ویس عزیزي خبریالانو ته ددې لوبو د پیل پرمهال وویل، دا سیالۍ د اولمپیک امریت د فوټبال فدراسیون له لورې پیل شوي چې په کې د زابل د فوټبال دولس غوره لوبډلې برخه لري او دولس ورځې به دوام وکړي.

عزیزي وایي دا د نوي کال لومړنی ټورنمنټ دی چې د فوټبال د شپږ غوره لوبډلو د معلومولو په موخه ترسره کېږي او وروسته به ددې لوبډلو لپاره دوره یي ټورنمنټونه هم جوړ کړي.

ددې سیالیو لومړنۍ لوبه نن یکشنبه د سحر او پامیر ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د اووه پر صفر په پایله کې د پامیر ځوانانو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د زابل د فوټبال فدراسیون مسؤلین وایي چې دوی په کال کې درې رسمي ټورنمټونه لري چې هر کال ترسره کېږي او که چېرته په شخصي لګښت کوم څوک ددې ډول سیالیو ترسره کولو ته اوږه ورکړي نو دوی به نورې سیالۍ هم ددې لوبډلو ترمنځ په لاره واچوي.

عصمت الله عمری

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button