کابل کې د استخباراتو لسم ریاست ته سرتیري برید ګر ننوتي سخته جګړه روانه ده

عزم : (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل): د کابل پل محمود خان سیمه کې د ملي امنیت په لسم ریاست سرتیري برید ګر ننوتي درنه جګړه روانه ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي ، برید ګرو خپل موټر ته چاودنه ور کړې ده.
د کابل پولیس وایی ، له چاودنې وروسته د ډزو اوازونه اورېدل کیږي سیمه او ټولې لارې پولیسو کلابندې کړي دي.
کابل کې د عامې روغتیا وزارت ویاند اسمعیل کاووسي رسنیو ته ویلي، روغتون ته تر دې دمه د چاودنې له ځایه ۴۳ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسوولیت منلی .
ښاغلی ذبیح الله مجاهد وایي ، پر کابل کې د ملي امنیت په لسم ریاست د لارۍ په مټ یې درنه چاودنه کړې اوله چاودنې ورسته ګڼ شمېر فدایي مجاهدین ریاست ته ننوتي.
ذبیح الله مجاهد وایي ، فدایي مجاهدینو په ریاست کې د ننه چې تر ټولو ظالم وحشي ارګان دی په دښمن د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړي دي.
اصف افغان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button