د اختر په مناسبت ۶ ولایتونو کې لسګونه بندیان ازاد شوي

عزم (چهارشنبه، ۳۰وری، ۱۴۰۲): د اختر په مناسبت د عاليقدر امیرامومنین د ځانګړي فرمان پر اساس په ۶ ولایتونو کله لسګونه بندیان ازاد شوي.
د عمومي زندانونو مسؤلینو له رسنیو سره په خبرو کې تائید کړې چې دغه سلسله به نوره هم دوامداره شي.
دوی ویلي: تر دې مهاله په هرات، فراه، لوګر، کندهار، هلمند او غزني ولایتونو کې ۴۶۷ تنه ازاد شوي دي.
د هرات د بندخونې عمومي مدیر مولوي محمد نبي خلیل وویل: تر اوسه د هرات له بندخونې ۴۷ تنه ازاد شوي
بل لور ته د فراه له عمومي بندخونې ۱۱۴، لوګر کې ۲۸ او غزني کې ۵۰ تنه ازاد شوي، چې ۱۸ مېرمنې هم پکې شاملې وې.
د کندهار له عمومي زندان نه د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۱۸۴ تنه ازاد شوي.
بل لور ته د هلمند د مرکزي بندخونې د ټولي قوماندان محمد احمد رسنیو ته په خبرو کې څرګنده کړه، چې د لښکرګاه له عمومي زندان نه ۴۴ تنه ازاد شوي او ۶۰ نور به د ولسوالیو له زندانونو هم ازاد شي.
د بندخونو عمومي مدیرانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ازاد شوي کسان د بېلابېلو جرمونو له مخې نیول شوي و، چې اوس په اطمینان سره کورنیو ته تسلیم شوي.
دوی له بندیانو غوښتي چې د کړو جرمونو له تکرار ځان وساتي.
په ورته وخت کې بندیانو هم ژمنه کړې چې نور ژوند به له خپلو کورنیو سره په ارام تیروي.
دوی د زندان چاپيریال د ښوونځي په څير بللی او د مسؤلینو مننه یې کړې ده.