ستړي آهونه/شاعر شیکن خروټي

ستړي آهونه دي، یو څو ستړې سلګۍ ولیکه
شاعره دا مې سرمایه د زیندګۍ ولیکه
کلونه وشول چې زه ځم خو ما غربت نه پرېږدي
لا مې هم نوره د اوږده سفر لړۍ ولیکه
خېر دی زه هسي هم بلد یم د دردونو سره
ما ته غمونه راکړه ، یار ته خوشالۍ ولیکه
دا یو تصویر واخله، دا څو د کاغذ ټوټي واخله
دا د یار خط دی، بس همدا ورته ډالۍ ولیکه
نور درته نه وایم چې څوک دی او اوسیږي چیرته
ځای یې په زړه کې دی او نوم یې ښاپېرۍ ولیکه
ته خو پوهېږې چې “شیکن” ته وطن څومره ګران دی
د لیک عنوان یې مسافر له مجبورۍ ولیکه