د ملي وحدت د حکومت په لومړې ځل ترسره شوي کارنامې

580898_10152402160677106_669712423084393509_n

ليکوال: ډاکټر فيض محمد ځلاند

1. په لومړې ځل اساسي قانون د واک د ویش د پاره تر پښو لاندې کیږي.

2. په لومړې ځل د ولس په رایو ریشخند وهل کیږي.
3. په لومړې ځل جان کیري افغانانو ته ولسمشر او اجراییوي ریس ټاکي.
4. په لومړې ځل حکومت دوه مشران لري ـ ع پنځوس سلنه، غ پنځوس سلنه.
5. په لومړې ځل پښتون د حکومت مشر، تاجک اجراییوي ریس، ازبک لومړی مرستیال او هزاره دویم مرستیال ګمارل کیږي.
6. په لومړې ځل په واک کې ټولې جګړې مارې ډلې شامليږي.
7. په لومړې ځل د افغانستان ولسمشر بې سواده کس ګمارل کیږي ( کله چې ډاکتر غني له هیواده بهر وي دوستم ولسمشر وي.)
8. په لومړې ځل د افغانستان لومړنې میرمن غیري مسلمانه ده.
9. په لومړې ځل د ولسمشر اولاد نه په دري او نه پښتو پوهیږي.
10. په لومړې ځل د افغانستان د ولسمشر اولادونه د افغانستان تابعیت نلري.
11. په لومړې ځل د وزیرانو، سفیرانو او والیانو د سرپرستۍ نیټه له لسګونو اونیو اوړې.
12. په لومړې ځل د حکومت برحاله سرپرست والي ځانته په کابینه کې وزیر لري.
13. په لومړې ځل سرپرست والي ځانته جنګي ملیشه جوړوي او خپله د ستر جنرالۍ دریشې په تن کوي.
14. په لومړې ځل په ملي تلویزون کې د سقاو د ځوی تلین په رسمي توګه لمانځل او خپریږي.
15. په لومړې ځل د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو کانفرانسونو، غونډو او لیدنو کې دوه مشران ګډون کوي.
16. په لومړې ځل د ناټو په غونډه کې د افغانستان د استازیتوب د پاره دوه دریځونه ایښودل کیږي.
17. په لومړې ځل د افغانستان په دولتې اداراتو کې ( پوهنې وزارت) په ملي جامه بندیز لګول کیږي.
18. په لومړې ځل د اونیو ( میاشتو، میاشتو) پورې کابینه د حکومت لخوا نه دایریږي.
19. په لومړې ځل په ارګ کې پښتو ورکیږي او د درې پر ځای اینګلیسي د مامورینو ورځنې د کار ژبه ګرځي.
20. په لومړې ځل په کابل ښار کې په ډلیزه توګه یوه بیګناه میرمن د پولیسو په موجودیت کې په رڼا ورځ په تیږو، لغتو وژل کیږي او جسد ته یې اور اچول کیږي.
21. په لومړې ځل په رسمي مجالسو کې ولسمشر خپلو مامورینو ته د نصحیت پر ځای ښکنځلي کوي.
22. په لومړې ځل د پاکستان او افغانستان تر منځ پټې معاملي ترسره کیږي، چې د افغانستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت تر سوال لاندې راولي.
23. په لومړې ځل ملي امنیت سیاسي کیږي: پښتون د غني په نمایندګي، تاجک د عبدالله، ازبک د دوستم او هزاره د محقق په نماینده ګي په کې د مرستیالانو په توګه په دندو ګمارل کیږي.
24. په لومړې ځل په کابینه کې څلور ښځینه وزیرانې د بهرنیانو دخوشالولو د پاره په غیري مسلکي وزارتونو کې ګمارل کیږي.
25. په لومړې ځل په صادر شوي فرمان کې ټایپي غلطي له ولس سره شریک کیږي.
26. په لومړې ځل یوې حکومتي ادارې ( ایسا) ته د حکومت د لوړ پوړي چارواکي لخوا په زور کسان ور پیژندلی کیږي.
27. په لومړې ځل له کال زیات قضایه قوه بې سرپرسته پاتې کیږي. قاضي القضات او لوی څارنوال نشته.
28. په لومړې ځل د ولسمشر فرمانونه د حکومت د بل غړې لخوا لغوه اعلانیږي.
29. په لومړې ځل د ولسمشر د فرمان په اساس ګمارل شوي کسان ( لوی څارنوال، د ټاکنو د اصلاحاتو د کمیسون مشره ) د حکومت د غړې لخوا د دندو اجرا ته نه پریښودل کیږي.
30. په لومړې ځل د کار او اصلاحاتو د قانون په اساس ګمارل شوي کسان په ناقانونه توګه له دندو شړل کیږي او پر ځای یې بې سواده ځوانان (پیغلي او هلکان) په ناقانونه توګه ګمارل کیږي. پرته له ازاد رقابته ګمارنه د قانون خلاف ده.
31. په لومړې ځل د ولسي جرګې ټاکنې نه ترسره کیږي.
32. په لومړې ځل د سرپرستې ولسي جرګې د رامنځته کیدو طرحې وړاندې کیږي.
33. په لومړې ځل په مساجدو کې امام صاحبانو باندې د خطبې بندیز لګول کیږي او هغوی ته د ایس ایمس له لارې حکومتي عنوانونه استول کیږي تر څو خبرې پرې وکړي.
34. په لومړې ځل په بدخشان کې ولسوالي سقوط کوي او د ملي اردو له عسکرو سرونه پرې کیږي.

د ډاکټر فيض محمد ځلاند دفيسبوک له پاڼې څخه 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button