د روژې دتراويحو له پاره د بيت الله شريف امامان وټاکل شول

9e5a172c-c160-4fec-885d-d6f60d7791d5

(عزم : جمعه ، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل)

مکه مکرمه: تېره ورځ د بيت الله او نبوي مسجد د چارو مسؤل شيخ دکتور عبدالرحمن بن عبدالعزيز السديس د حرمينو شريفينو د خادم شاه سلمان له مشورې وروسته د روژې له پاره د مساجدو امامان وټاکل.

د العربيه تيلويزيون د خبر له مخې عبدالرحمن السديس د تېر په شان د ۱۴۳۶ سپوږميز کال د روژې د تراويحو او د تهجد د لمونځونو له پاره امامان اعلان کړل چې په کې دکتور شيخ محمدياسر بن راشد الدوسري،دکتور شيخ محمد بن ايوب بن محمد يوسف او شيخ ډاکټر خالد بن سليمان المهنا شامل دي.

د يادونې وړ ده چې بيت الله شريف ډېر امامان لري چې د هر لمونځ له پاره يې ځانګړی امام او د روژې دتراويحو له پاره د وخت نامتو قاريان د قرانکريم د ختم د امامت له پاره ټاکل کيږي.

 

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button