د بيت الله شريف نوی تعمير د طواف کوونکو پرمخ پرانستل کيږي

حرم۲-620x264

مکه مکرمه (عزم : جمعه ، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل)

د سعودي حکومت له لوري د بيت الله شريف د مطاف د پراخولي پروژه بشپړه شوه او اوس به د پخوا په نسبت دوه چنده طواف کوونکي طواف کولی شي،مخکې له دې په يوه ساعت کې ۵۳ زره طواف کوونکو طواف کاوه خو له دې وروسته به دغه اندازه يو په دوه کيږي او په يوه ساعت کې به يو لک او ۷۰۰۰ زره طواف کوونکي طواف کوي.

د بيت الله شريف د پراخوالي او بيا رغوونې د پروژې مسؤل انجينر محمد سمکري رسنيو ته ويلي چې د مطاف پراخوالی ددې له پاره ترسره شو چې په يوه وخت کې ډېر خلک د طواف سعادت ترلاسه کړي او د طواف کوونکو ته اساني تر لاسه شي.

همدغه راز د بيت الله شريف د خدمت د چارو مسؤل جنرل مشهور المنعمي ويلي چې د اور د خطر د له منځه وړلو له پاره يې د اور وژني وسائل او هم يې د طواف کوونکو د پورته منزلونو ته د ختلو له پاره ۴۴ بريښنايي زينې او ۳۳ لفټونه هم نصب کړي دي نوموړي زياته کړه چې په ګرمۍ کې د چاپيريال د يخ ساتلو له پاره د ۴۰ زره ټنو په طاقت ارکنډيشنونه هم لګولي دي.
د مکې مکرمې د بيارغونې او پراخولي کار له تېرو څو کالونو راهيسې شروع ده چې تمه په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې پای ته ورسيږي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!