بامیان، دنوي امنیه قومندان ساتونکو یو دوکاندار سخت وهلی
دبامیانو ولایت دنوي امنیه قومندان عبدالمبين ایزدیار درې ساتونکو یو دوکاندار سخت وهلی او په مرګ يې ګواښلی دی.
راپورونه وايي، چي تيره ورځ ماسپښين مهال دایزدیار ساتونکو دمرکز اړوند ددشت عیسی خان دکلي یودوکاندار هغه مهال وواهو، چي کله دوکاندار دروژې دخوړلو له امله دامنیه قومندان په ساتونکو نیوکه وکړه.
دوکاندار حبیب الله ویلي، چي دروژې په لومړۍ ورځ دعبدالمبین ساتونکي دده دوکان ته ور ننوتل او هلته يې دخلکو په مخ کي اوبه وڅښلې.
نوموړی وايي، چي کله ما دامنیه قومندان ساتونکي دروژې له خوړلو څخه منعه کړل، هغوی برید راباندي وکړ او سخت يې ووهلم.
دحبیب الله په خبره، چي دایزدیار ساتونکو دمرګ ګواښ ورته کړی، چي اوس يې ژوند په خطر کي دی.
ددغې پيښي له امله دسیمي خلک سخت په غوسه شوي، چي دروژې خوړل يې دپولیسو بې دیني او دحبیب الله وهل يې په ولس دپولیسو ښکاره ظلم بللی دی.
عادل خپلواک