پاکستان راتلونکی کال پخواني بانک نوټونه ختموي

images87

اسلام اباد(عزم : جمعه ، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل)

د پاکستان مرکزي دولت فيصله کړې چې د ۲۰‍۱۶ د د سمبر له لومړۍ نېټې څخه ټول پخواني بانک نوټونه دچلېدو وړ نه دي.

د پاکستان د اسټيت بانک د اعلان له مخې چې د ۱۰،۵۰،۱۰۰،۱۰۰۰ روپيو نوټونه به په مرحله واره توګه ختم کړي.

پاکستان نوي بانکي نوټونه په لومړي ځل په ۲۰۰۵ کال کې له ۲۰ روپيو له نوټ څخه پيل کړ چې هدف يې دبانکونو د نوټونو د جعلي کېدو مخه نيول او د معياري بانکي نوټونه رامنځ ته کول وو.

د اتو مختلفو بانکي نوټونو نوې بڼې پخوا بشپړې شوې وې چې په کې د (پنځو،لسو،شلو،پنځوسو،سلو،پنځه سوو، زرو او پنځه زره )نوي بانکې نوټونه شامل وو.

د پاکستان د کمرشل بينک د اعلان له مخې چې د ۲۰۱۶ کال د نومبر تر ۳۰ مې نېټې پورې هر څوک کولای شي چې د لسو،پنځوسو،سلو او زرو پخواني نوټونه نوموړي بانک ته ور وړي او نوي نوټونه واخلي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button