هرات کې دترافيکې پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۵ تپيان دي
هرات(عزم، ٢٨سرطان ٩٤) په هرات ولايت کې يو مازدا ډوله موټر له يوه بل موټر سره د ټکر له امله ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د هرات ولايت امنيتي مسؤلينو ويلي چې دغه پېښه د کشک کهنه ولسوالۍ د خواجه چکاب په سيمه کې رامنځته شوه.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات رسنيو ته ويلي چې د پيښې قربانيان ټول د موټر سوارلۍ دي.
د نوموړي په وينا پېښه د موټروانانو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده،خو نوموړي د پيښې په اړه نور مالومات ورنه کړل.
د هرات په ولايت کې ګڼ شمېر خلک کله کله په لويو باروړونکو موټرو کې له يو ځای نه بل ځای ته سفر کوي.
بلخوا د هرات د مرکزي روغتون ډاکټرانو هم ويلي چې د پېښې د ټپيانو د تداوۍ له پاره چمتو دي او کولای شي چې په وخت او سمه توګه د هرات ولايت په مرکزي روغتون کې ديادو ټپيانو درملنه وکړي.
دا په هرات ولايت کې په تېرو څو مياشتو کې يوه ستره ترافيکې پېښه ګڼل کيږي چې په دومره شمېر مړي او ټپيان يې درلودل.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ترافيکی پېښو قربانيان هم د نورو هېوادونو په نسبت زيات دي او ډیری وخت د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لامل د موټر وانانو بې احتياطي ښودل کيږي.
عبداللطيف نظيف