طالبانو شپږ تنه سرحدي پوليس خوشې کړل
فيض اباد(عزم:يکشنبه ٢٨سرطان ٩٤) د بدخشان په ولايت کې د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوي شپږ تنه سرحدي پوليس له شاوخوا يوې نيمې مياشتې بند وروسته خوشې شول.
د بدخشان ولايت د ملي امنيت رياست ويلي چې دغه پوليس د روان لمريز کال د غبرګولي په ۱۶ مه نېته د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ په باشند سيمه کې د وسله والو طالبانو لاسو ته ورغلي وو.
د سرچينې په وينا طالبانو دسېمې د علماوو او قومي مشرانو په هڅو د اختر په لومړۍ ورځ ياد پوليس د طالبانو له بنده ازاد کړل اوخپلو کورنیو سره يوځای شول.
د ملي امنيت د مالوماتو په اساس په دغو شپږو پولیسو کې يې ۴ تنه د تخار او دوه تنه نور يې د بدخشان ولايت اوسيدونکي وو.
تراوسه په دې اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي خو له دې مخکې هم دهېواد په ځينو نورو سيمو کې د هېواد امنيتې سرتيري د وسله والو طالبانو لاسو ته ورغلي چې ډېر ځل يې د وسله والو طالبانو په وينا(د نيک نيتۍ) د احساس له مخې خوشې کړي او سپارښتنه يې ورته کړې چې د بهرنيو ځواکونو او د دولت له ملاتړ نه دي لاس واخلي.
عبداللطیف نظيف