د امریکايي پوځیانو وژونکي له امریکا سره “جګړه اعلان” کړې
(عزم:يکشنبه ٢٨سرطان ٩٤) دبي بي سي راديو د راپور له مخې ، د محمد یوسف عبدالعزیز په نوم هغه سړی چې د امریکا ټنسي ایالت کې د پنځو امریکايي پوځيانو د وژلو لامل شوی، تېره شپه له برید وړاندې په یوه تیلیفوني پیغام کې د “جګړې د اعلان” په اړه د یوه حدیث لینک استولی دی.
رویټرز خبري اژانس ویلي، ښاغلي عبدالعزیز دا پیغام خپل یوه دوست ته استولی دی.
پولیس وايي، لاهم په دې اړه ددغه سړي په تړاو څېړنه کوي.
د تېرې چارشنبې په ورځ د امریکا څلور سمندري ځواکونو د ډزو پرمهال ووژل شول. یو بېړۍ چلوونکی سخت ټپي شو او د شنبې په ورځ یې روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړه.
ښاغلی عبدالعزیز هم له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.
رویټرز وايي، له برید یوه شپه وړاندې په دغه استول شوي پیغام کې اسلامي متن یعنې ۳۸ شمېره حدیث لیکل شوی:”هرڅوک چې زما له دوستانو سره دښمني کوي، په حقیقت کې د هغه پروړاندې د جګړې اعلان کوم.”
پیغام ترلاسه کوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شوي، ویلي دغه پیغام ته یې چندان اهمیت نه دی ورکړی خو اوس له ځانه پوښتي چې آیا د استوونکي هدف برید و او که نه.
د محمد عبدالعزیز دوستانو هم رویټرز ته ویلي، تېر کال نوموړی اردن ته له سفره تر ستنېدا وروسته ډېر قهرېدلی و چې تل به یې منځني ختيځ، په تېره بیا پر غزې د اسرائیلي بریدونو او د سوریې د جګړې په اړه خبرې کولې.
دوی وايي، نوموړي د اردن له سفر وروسته د انټرنېټ له لارې درې وسلې اخیستې او د تمرین لپاره یې ګټه ترې اخیستله.
د ایف بي آی یوه مامور راینهولډ ویلي: ”لاهم داسې انګیرنه نه شته چې ګني د برید کوونکي د برید اصلي انګیزه څه ده. اوس موږ په بشپړو څېړنو بوخت یو چې معلومه شي دغه کس دا کار په یوازې سر کړی او که له نورو یې ددغه کار لپاره کوم الهام اخیستی دی.”
د تېرې پنجشنبې په ورځ د امرکیا ټنسي ایالت د چاتانوګا د پوځیانو د ګومارنې په یوه مرکز کې ډزې پیل شوې.
برید کوونکي د امریکا د سمندري احتیاطي ځواکونو له مرکزه نژدې ۱۰ کیلومتره لیرې دغه مرکز ته موټر وځغلاوه، او څلور کسان یې په ډزو ووژل او یو بل یې ټپی کړ، خو وروسته ټپي شوي هم ساه ورکړه.
امریکايي رسنیو وویل، د محمد یوسف عبدالعزیز پلار فلسطینی و، په کویت کې زیږېدلی خو ډېری عمر یې امریکا کې تېر شوی دی.
عبداللطيف نظيف