ضعیف: انتخابات د جنګ دوام دی، رایه ورکول وینې تویولو ته رایه ورکول دي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۸ وږی ۱۳۹۸): پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير او پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وایي چې په افغانستان کې روان انتخابات د جنګ دوام ته لاره برابرول او رایه ورکول وینې تویولو ته رایه ورکول دي.

ضعیف وړاندې ویلي دا انتخابات هیڅ مشروعیت نه لري چې د دې لپاره یې څلور دلایل په ګوته کړی دي.
لومړی: ټول په دې قائل دي چې په رایو باندې یو څوک نه تاکل کیږي بلکې په دې کې پنځوس فیصده د بهرنیانو لاس دی هغه ټاکنې چې د پردیو تر تاثیر لاندې وي هیڅ مشروعیت نه لري.
دویم: شپیته فیصده خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده چې پر هغه سیمه به له سره رایه اچونه ونه شي نو لس فیصده مشروعیت یې دلته له لاسه ورکړ.
دریم: همدا راز دوی خپله مني چې ټاکنې نیمې په درغلی ترسره کیږي چې مشروعیت یې نیم په نیمه دلته هم له لاسه ورکړ یواځې شل فیصده پاته شو.
څلورم: په انتخاباتو ۹۰ فیصده افغانان باور نه لري نو یواځې دوه یا درې فیصده مشروعیت لري چې هغه ته هیڅ اعتبار نشته.

نوموړي ویلی چې د انتخاباتو پر ځای سولې ته لار برابره شي، که انتخابات وشي خلک به پر تیره دوره شکر وباسي، دا ځل به ګټونکی لوری هم دا غواړي چې کاش یو څوک راپیدا شي چې هغه او هیواد ته نجات ورکړي.

هغه ویلي چې نوماندان خپله پوهیږي چې تر انتخاباتو سوله غوره ده او دوی پوهیږي چې پر غلطه روانه دي، خو د قوت، پیسو او پروژو په خاطر یې ملا تړلې ده او د انتخاباتو نعرې وهي.

ضعیف پر علماء، مخورو او سیاسیونو غږ کړی دی چې د انتخاباتو پر ضد او د سولې لپاره باید غږ پورته کړي چې دا د مسلمانانو په ګټه نه دي د هیواد په ګټه نه دي، پر انتخاباتو ټینګار کوونکي دې خپله سرتمبګي پر مونږ نه تپي، د خپل قدرت لپاره دې نور وینې نه تویوي او سولې ته دې کار وکړوکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button