د روان کال ترپایه، په ټول هیواد کې ۵۶ ترافیکي څراغونه فعاليږي

عزم: (سه شنبه‌، د وږي ۲۸مه، ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو پولیسو د عمومي ریاست مسوولانو ویلي چې تمه ده د روان کال په ترڅ کې په ټول هیواد کې ۵۶ ترافیکي څراغونه فعال شي.
د ترافیکو د ریاست له قوله چې پر دې څراغونو به څه ناڅه ۵۶ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو پولیسو عمومي رئیس حسیب الله مختار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې یې د کابل ښار په لسو څلور لارو کې لس ترافیکې څراغونه لګولي.
دی وړاندې وایي: ((د پروان د کارت دو برخه د کابل پوهنتون څلورلارې، د غزني د سراى څلور لارې، د پل سرخ څلورلاره، د لومړي شاه شهيد څلورلارې، د مېلې بس څلور لاره، ارزانه څلورلارې او داوود خان څلورلارې دي؛ له هغو څلورلارو ګڼل کیږي چې په تېره میاشت کې یې ترافیکي څراغونه فعال شول.))
له بلې خوا، یو شمېر موټروانان هیله څرګندوي چې د ترافیکي څراغونو په فعالېدو سره به په کابل ښار کې د ټکرونو کچه کمه شي.
یاده دې شي چې په هیواد کې د ترافیکي څراغونو نشتوالی او یا کم شمېر یې د دې سبب شوی چې هره ورځ ګڼې ترافیکي پېښې رامنځته شي.

\

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button