غزل: احترامه

جهادي عمري

احترامه! د وجود غوښې دې لویږي
احترامه! احترام دې لېلامیږي!

احترامه! ستا پولۍ ، پولۍ لاسونه
احترامه! خلګ ولې نه پوهیږي?

احترامه! بڼ دې څانګې، وانګې ښکاري
احترامه! بوی د مینې دې بدلیږي

احترامه! د غرور شمله دې لویږي
احترامه! زیاتي خوند دې خرابیږي

احترامه! د نفرت لپه کې مړ یې
احترامه! تمسخر درته موسیږي

احترامه! احترام ته دې ولاړ دی!
احترامه! جهادي درنه ځاریږي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button