له ایران سره تبادله شوي امریکایي بندیان له دې هیواده وتي

عزم: (سه شنبه‌، د وږي ۲۸مه، ۱۴۰۲): راپورونه وایي چې هغه پینځه امریکايي بندیان چې له ایراني بندیانو سره د تبادلې په صورت کې ازاد شول، له تهران وتي دي.
د تهران دولتي رسنۍ وایي چې دا پینځه تنه امریکایي اتباع له ایراني وګړو سره تبادله شول او پرون دوشنبه یې تهران پرېښی دی.
ویل کیږي چې د قطر یوې الوتکې پرون دوشنبه دا پینځه تنه له خپلو دوو خپلووانو سره له تهران ویستي او قطر ته رسېدلي دي. ددې بندیانو د تبادلې موافقه د دواړو هیوادونو ترمنځ له څو میاشتو خبرو اترو وروسته ترسره شوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون خبریالانو ته وویل چې له پینځو ایراني وګړو یې دوه تنه ایران ته راځي، دوه یې په امریکا کې مېشتیږي او یو بل تن یې په خپله خوښه په درېیم هیواد کې پناه اخلي.
دی همداشان زیاتوي چې د ایران شپږ میلیارده کنګل شوې شتمنۍ هم له جنوبي کوریا څخه قطر ته انتقال شوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button