اردغان د ټسلا کمپنۍ له څښتنه غوښتي چې په ترکیه کې دې یوه څانګه پرانیزي

عزم: (سه شنبه‌، د وږي ۲۸مه، ۱۴۰۲): د ترکیې دولتي رسنۍ وایي چې د یاد هیواد ولسمشر رجیب طیب اردوغان د ((ټسلا موټر جوړنې)) د کمپنۍ له څښتن ایلن ماسک غوښتي چې په دې هیواد کې دې یوه څانګه پرانیزي.
د ترکیې دولتي اژانس انادولو پرون یکشنبه د سپټمبر پر ۱۷مه په ټویټر لیکلي چې ښاغلي ارغان دا غوښتنه له ماسک څخه په نیویارک کې د یوې غونډې په ترڅ کې کړې ده.
په امریکا کې د ترکیې سفارت ویلي چې د ټسلا څښتن د ښاغلي اردغان ددې غوښتنې په ځواب کې سمدلاسه څه نه دي ویلي.
ټسلا د روان ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې د خپلو ارزان بیه برښنايي موټرو د تولید یوه کمپنۍ هند کې هم جوړه کړه. د موټرو جوړولو ټسلا کمپنۍ دا مهال په نړۍ کې شپږ څانګې لري او ټاکل شوې چې خپله اوومه څانګه په مکسیکو کې پرانیزي.
موده وړاندې ښاغلي اردغان ویلي و چې د برېښنا موټرو د نوي څانګي د پرانیستو لپاره د یوه ښه ځای په لټه کې دی.
ټسلا کمپنۍ د تېرې شنبې پر ورځ وویل چې د روان کال له پیل څخه یې تراوسه څه باندې پینځه میلیونه موټر پلورلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button