د پروان توپدرې څخه اووه فرانسوي سیلانیانو لېدنه

عزم: (سهشنبه، د وږي ۲۸مه، ۱۴۰۲): د د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سیمهییز مسوولان وايي چې د دغه ولایت د توپدرې له لرغونې «استوپې» څخه اووه فرانسوي سیلانیانو لېدنه کړې ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د فرهنګي میراثونو د ساتنې برخې مسوولانو په وینا، د یادې لرغونې سیمې د تاریخي اهمیت په اړه یې یادو سلانیانو ته معلومات ورکړي دي.
هغوی زیاته کړه چې پروان کې امنیت ټينګ دی او د کورنیو سلانیانو سربېره بهرني سیلانیان کولای شي چې دغه ولایت ته سفر وکړي.
د توپدرې له تاریخي استوپې څخه د لیدنې پرمهال فرانسوي سیلانیانو ویلي، هڅه به وکړي چې له یادې تاریخي سیمې د لېدنې لپاره نور بهرني سیلانیان هم ورمات کړي.
باید ووایو چې د توپدرې تاریخي استوپه د بودیزم او کوشانیانو پېر ته ورګرځي چې شاوخوا ۱۸۵۰ کاله لرغنتوب لري او د افغانستان سربېره د سیمې په کچه بېسارې ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو کلونو پر مهال ګڼشمېر بهرني سیلانیان د هېواد بېلابېلو تاریخي سیمو د لېدنې لپاره افغانستان ته راغلي دي.