د غزني د کرنې ریاست په دې ولایت کې د دوو سړو خونو د جوړېدو خبر ورکوي

عزم(سه شنبه‌، د وږي ۲۸مه، ۱۴۰۲): د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې تمه ده ددې ولایت په مرکز غزني ښار کې دوې سړې خونې جوړې شي.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې دا سړې خونې به د دوو سوداګرو په مالي همکاري جوړې شي. دوی وایي چې ښایي پر دې خونو یو میلیون ډالره لګښت راشي.
د غزني د کرنې او مالدارۍ رئیس ادریس حنیف ویلي چې دا دوې سړې خونې به د اته مټریک ټنه مېوو او سبزۍ د ذخیرې ظرفیت ولري.
د نوموړي په وینا، د یادو سړوخونو لپاره ځمکه د حکومت له لوري ورکول کېږي او د رغونې او نورې چارې به یې د دوو هراتي سوداګرو لخوا پرمخ یوړل شي. یادو سوداګرو ویلي چې د سړونو خونو سربېره هوډ لري چې د مېوو د بسته بندۍ یوه کارخونه هم پرانیزي.
د غزني سوداګرو تر دې وړاندې شکایت کاوه چې د سړو خونو له نشتوالي خپلې مېوې دانې په نیمه بیه پلوري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button