د ډیورنډ فرضي کرښه ته څېرمه ۱۰۰ نوې پوستې جوړې شوې

عزم(سه شنبه‌، د وږي ۲۸مه، ۱۴۰۲): د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ځانګړي امر په بنسټ د ډیورنډ پر فرضي کرښه ۱۰۰ تازه پوستې جوړې شوي دي.
دا پوستې په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې تاسیس شوي.
ویل کیږي چې دا پوستې په داسې ځایونو کې جوړې شوي چې د تېرې ادارې پرمهال، پاکستاني لوري اجازه نه ورکوله.
د سرحدي لوا د مسوولانو له انده چې دا پوستې یې له خپلې بودجې، امکانات او تخنیکي ټیمونو په مټ رغولي دي. د خالد بن ولید رض د ۲۰۱ قول اردو ویاند وایي چې د یادو پوستو د نښلونې په خاطر یې سړکونه هم غځولي دي. د دوی له قوله چې په دې چاره کې یې د هېچا فرمایشونه نه دي منلي.
دوی پر ډیورنډ کرښه مېشتو ولسونو ته ډاډ ورکوي چې د سر او مال ساتنه به یې کوي. له بلې خوا ډيورنډ کرښې ته مېشت ولسونه خوښ دي چې سیمو ته یې د اسلامي امارت پوله ساتو ځواکونو تاسیسات جوړ کړي.
دوی وایي چې په تېر کې به د دوی کورونه او مېنې په توپونو وېشتل کیږي، خو د اسلامي امارت په راتګ دا سیمې باامنه شوي. ویل کيږي د تېرې ادارې سرتېري د ډیورنډ له فرضي کرښې ۱۵ کیلومتره لیرې مېشت وو او زړه یې نه کاوه چې وړاندې سیمو ته ولاړ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button