د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال سروبي کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

عزم: (سه‌شنبه، د وږي ۲۸مه، ۱۴۰۲): ‏ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن (سه‌شنبه د وږي ۲۸مه)د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې، د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال سربېره، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او یو شمېر نورو امارتي مسئولینو هم ګډون کړی و. د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د ټویټر پاڼې له مخې، په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، دلته یې عزت خوندي دی او همدا یې د پېژندنې او هویت سمبول دی. همدا لامل دی چې اسلامي امارت د تېرو ډېرو نظامونو برعکس د دې ځورېدلي ولس د خدمت او د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن او متعهد دی.» هغه زیاته کړې ده: “اسلامي امارت دا درک کړې چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه برخه ده. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!