د ټویټر شبکې څښتن: ښايي له ایکس یا ټویټر څخه پر وړیا استفادې بندیز ولګوي
عزم: (سهشنبه، د وږي ۲۸مه، ۱۴۰۲): د ایکس «مخکني ټویټر» شبکې څښتن، ایلان ماسک په تازه څرګندونو کې ویلي چې ښايي دا ټولنیزه شبکه په راتلونکو کې په وړیا ډول استفاده نهشي او پر کاروونکو یو څه اندازه پیسې جبري شي.
هغه دا موضوع پرون (دوشنبه) د اسرائیل له لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو سره په خبرو کې کړې ده.
د هغه په وینا، د کاروونکو دا پیسې به د ربوټونو لخوان په دې پلتفرم کې له رامنځتهشویو ستونزو سره مقابله ده، خو د ایکس رسمي بیانیې بیا دا موضوع د ایلان ماسک فقط یو وړاندیز بللی دی.
خو دې شبکې دا نه دي ویلي چې د ماسک دا خبره به کله عملي شي. او د دې ټولنیزې شبکې څښتن تر اوسه د ترلاسهکېدونکي فیس اندازه نه ده مشخص کړې.
ایلان ماسک په ۴۴ میلیارد ډالر د ټولنیزې شبکې ایکس له پېرودلو وروسته له هغو کسانو د میاشتې ۸ ډالر ګرځوي چې حسابونه یې آبي نښه لري.