له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو ترمنځ بېلابېلې ناروغۍ خپرې شوي

عزم: (یکشنبې، د لړم ۲۸، ۱۴۰۲)؛ د ماشومانو خونديتوب نړیوال سازمان پرون (شنبې، د لړم ۲۷مه) د یوه راپور په خپرولو سره د افغان کډوالو په تېره بیا د هغو ماشومانو ترمنځ چې له پاکستانه افغانستان ته راستنېږي، د بېلابېلو ساري ناروغیو د خپرېدو خبر ورکړ.
دغه سازمان ویلي، هغه کډوال چې له پاکستانه راستانه شوي د ساري ناروغیو نښې لري او دا ناروغۍ په چټکۍ سره خپرېږي.
د دغه سازمان د راپور له مخې نس ناستی یوه له هغو جدي ستونزو څخه ده چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان په پولو کې د استوګنې په ناڅاپي پنډغالو کې د کډوالو ماشومانو په منځ کې لېدل شوې.
ډاکټران وایي، دغه ناروغي چې د مناسبې تغذیې او د روغتیایي حفظ الصحې د نشتوالي له امله رامنځته کیږي، په چټکۍ سره خپریږي.
د ماشومانو خونديتوب نړیوال سازمان ویلي چې تنفسي ناروغۍ له پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو ترمنځ بله ستونزه ده چې په پراخه توګه لېدل کېږي، ځکه چې کډوال تر ډېره د دوړو او توپانونو، ککړو سرپټو پناه ځایونو او د نورو ناروغانو ترمنځ د پاتې کېدو او سړې هوا له امله په دغې ناروغۍ اخته شوي.