عامې روغتیا وزارت هېواد کې د رحم سرطان د مخنیوي لپاره هڅې پيل کړي

عزم: (یکشنبې، د لړم ۲۸، ۱۴۰۲)؛ د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د رحم سرطان ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې عامه پوهاوی ډېر کړي.

د یاد وزارت مسوولان وایي چې دا مهال په کابل، بلخ او هرات کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکزونه فعال دي.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت د رحم سرطان پر ناروغۍ د اخته ښځو د تازه شمېرو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې په ۲۰۲۰ کال کې په هېواد کې پر دغې ناروغۍ نږدې دوولس سوه ښځې اخته وې.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره د دې ناروغۍ پر نه ختمېدو اندېښنه ښودلې ده او ویلي چې د بې وزلو هېوادونو ښځې او دغه راز د بډایو هېوادونو څنډې ته کړای شوې ښځې له دې ناروغۍ ځورېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!