څه باندې ۱۱۸میلیونه زاړه بانکنوټونه وسوځول شول
عزم: (یکشنبې، د لړم ۲۸، ۱۴۰۲)؛ د افغانستان بانک اعلان وکړ، چې د قانون له مخې دغه بانک په ختیځ زون کې له ۱۱۸ میلیونو څخه زیات زاړه بانکنوټونه سوځولي دي.
دغه بانک پرون(شنبه د لړم۲۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه بانک په ننګرهار کې د ۱۱۸ میلیونه اته سوه پنځه پنځوس زره (۱۱۸۸۵۵۰۰۰) په ارزښت زاړه بانکنوټونه سوځولي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې په دغه بانکنوټونو کې (۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰) بانکنوټونه شامل دي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال نوراحمد اغا له هېوادوالو وغوښتل چې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې له افغانۍ ګټه واخلي.
د دغه بانک مرستيال څرګنده کړه چې د هېواد اتباعو د بانکنوټونو ساتنه او پالنه د هېواد د اتباعو ملي مسووليت وباله.
په ورته وخت کې د افغانستان بانک تل ویلي چې د بانک نوټونو د کمېدو اصلي لاملونه په بازار کې د نغدو پیسو تبادله، د الکترونیکي تادیاتو سیسټمونو او کریډیټ کارتونو نه کارول، ناسم چلند، په بانکونو کې د پیسو پرځای په کور کې د پیسو ساتل د بانک نوټونو د زړېدو لوی لاملونه دي.