منظور پښتين: پاکستاني علماوو د یوه جنرال د رضا لپاره د الله رضا پرېښوده

عزم: (یکشنبې، د لړم ۲۸، ۱۴۰۲)؛ د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د یو شمېر هغو پاکستاني دیني عالمانو چې د جمعې پر ورځ ( دنومبر ۱۷مه) یې د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر څخه ملاتړ کړی و، په کلکو ټکو وغندله.
منظور پښتین پرون (شنبې د نومبر ۱۸مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ځینو پاکستاني دیني علماوو د عاصم منير د رضایت په خاطر له افغانانو سره د روان ظلم او جبر ملاتړ اعلان کړ، د ظلم او ظالم په ملګرتيا کې د الله تعالى رضا نه وي خو دوی د جنرال رضا ته وکتل.
نوموړي ویلي، پاکستان تل د پښتنو افغانانو د بربادۍ له پاره د جنرالانو احکامات منلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني عالمانو د (جمعې پر ورځ د نومبر ۱۷مه) د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر څخه د ملاتړ په څرګندولو سره له سرپرست حکومته غوښتي چې د امنیتي اندېښنو د حل له پاره ګام واخلي.