اسټرالیا د شپږم ځل لپاره نړیوال جام وګاټه

عزم (یکشنبه، د لړم ۲۸مه، ۱۴۰۲): د یو ورځنیو لوبو د ۱۳م پړاو نړیوال جام پایلوبه اسټرالیا وګټله او د شپږم ځل لپاره اتله شوه.
پایلوبه چې د کوربه هندوستان او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه، ټاس یې اسټرالیاوي لوبډلمشر پيټ کمینز وګاټه خو لومړی یې توپ اچونه غوره کړه چې دغه پرېکړه سمه ثابته شوه، ځکه د هندوستان لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل.
هند په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په زیان سره ۲۴۰ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې نسبتاً اسانه هدف وټاکه.
کې اېل راهول ۶۶، ویرات کوهلي ۵۴ او روهیت شرما ۴۷ تر نورو زیاتې منډې وکړې.
له دوی پرته یوازې دوو لوبغاړو تر ۱۰ منډې ورسولې.
اسټرالیا ته میچل سټارک ۳ ویکټې واخیستې. له هغه پرته هزلیووډ او پيټ کمینز ۲،۲ خو میکسویل او زمپا بیا ۱،۱ ویکټه واخیسته.
په ځوابي لوبه کې اسټرالیا چټک پيل وکړ او د ویکټو په ساتلو سره یې ورکړل شوی هدف په ډېرې اسانۍ سره ۴۳ اورونو کې ترلاسه کړ.
اسټرالیا دغه لوبه په ۶ ویکټو وګټله او د شپږم ځل لپاره یې اتلولي خپله کړه.
تریشیو هیډ ۱۳۷ او مارنوس لابوشین ۵۸ منډې وکړې.
هند ته جسپریت بومرا ۲ ویکټې واخیستې.
همداراز محمد شامي او محمد سراج ۱ هم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
اسټرالیا لوبډلې له دې وړاندې په ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵م کلونو کې هم نړیوال جامونه ګټلي وو.
هندوستان په ګروپي سیالیو کې کومه ماتې نه وه خوړلې او مسلسل ۱۰ بریاوې یې خپلې کړې وې؛ خو اسټرالیا بیا له سخت حالت څخه پایلوبې ته ووتله.
د لوبې غوره لوبغاړی تریشیو هیډ و، چې په ۱۲۰ توپونو یې د ۱۵ څلوریزو او ۴ شپږیزو پر مټ ۱۳۷ منډې وکړې.
سږني نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون ۱۰ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په ۱۰ لوبغالو کې یې یو بل سره ۴۸ مجموعي لوبې وکړې.
د یو ورځنیو لوبو د جامونو په تاریخ لومړی ځل هره لوبډله وتوانېدله چې خپلو ګروپ سیالیو کې دوه دوه بریاوې خپلې کړي.
افغانستان دا ځل ۴ ځله سیالې لوبډلې ماتې کړې، چې د انګلستان او پاکستان ماتول یې د یادولو وړ دي.
د نړیوال جام تر ټولو ډيرې ۷۶۵ منډې ویرات کوهلي وکړې او زیاتې ۲۴ ویکټې بیا محمد شامي واخیستې.
د جام غوره لوبغاړی ویرات کوهلي ونومول شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button