غزل/ نیکمل خاموش
دلته زما په وینو سور درشل ته سر خوځوې
هلته د هغو بیا همدې عمل ته سر خوځوې
له تانه هغه خوا یو کور ته جنازې راغلي
ته لا اوس هم په خپل پالنګ غزل ته سر خوځوې
دا دې د چا په وینو جوړ کړلو د تیږو مزار؟
دا په مړو مړو اوښکو د چا مقتل ته سر خوځوې؟
دا خو د خپل علم پخپله بې قدري کوې چې
سره له پوهې هم هر یو بوتل ته سر خوځوې
لکه مرغه تمه دې شوله پر یقین غالبه
دام کې یوې دانې پسې اجل ته سر خوځوې
نېک مله ښایي د شهید ها وران کورګی شو دریاد
چې د حاکم دغه رنګین محل ته سر خوځوې
ــــــــــــــــ
نیکمل خاموش