کابل، دپارلمان ودانۍ او دروسیې سفارت ته څېرمه موټربم چاودنه شوې

دکابل امنیتي چارواکي وایي، چي شېبه وړاندي دپارلمان پخوانۍ ودانۍ او دروسيې سفارت ته څېرمه موټر بم چاودنه وشوه.
عیني شاهدانو ویلي، چي یو برید کونکی په بار وړونکي موټر کي سپور و او په دارالامان سیمه کي یې خپل موټر ته چاودنه ورکړه.
له سیمي څخه ورکړل شوي راپورونه ښيي، چي سیمه دامنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.
دبریدهدف او دتلفاتو شمېر څرګند نه دی او نه هم امنیتي مسوولینو په دې اړه کوم جزیات ورکړي دي.
تراوسه دبرید پړه چا منلې نه ده.
نور جزیات وروسته