Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

امریکا کې واورین توفان د نږدې ۶۰ کسانو ژوند اخیستی

عزم: (شنبې، د مرغومې ۳۰ مه، ۱۴۰۲)؛ امریکایي رسنیو خبر راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې واورین توفان او سختې یخنۍ د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او تراوسه د مړو شمېر ۵۹ کسانو ته رسېدلی دی.
نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د یخنۍ او وارین توفان د دې څپې له امله په تنسي، اورګان او ایلینوی، نیویورک، لوئیزیانا، آرکانزاس او یو شمېر نورو ښارونو کې ۵۹ کسان مړه شوي دي.

د امریکا د هواپېژندنې ادارې اټکل کړی چې د یخنۍ او واورین توفان دا څپه به د روانې اوونۍ تر پایه دوام وکړي او ښايي له دې امله د مرګ‌ژوبله شمېره لوړه شي.

امریکا کې تر دې وړاندې هم د واورین توفان او یخنۍ مرګونې څپې را الوتې وې او د سلګونو کسانو ژوند یې اخیستی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button