عزم/ تیره ورځ د کابل ښار په شاه دوشمشیره سیمه کې یوه ښځه وروسته له هغه دعامو خلګو له لوري ووژل شوه او جسد ته یې په اور وسوځول شو، چې دشاه دوشمشیره مسجد مخې ته یې دقران کریم یوې نسخې ته اور ورکړ. د ګډ حکومت دکورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته وویل چې شپږ تنه داسي کسان یې نیولي چې د تیرې ورځې په پيښه کې یې لاس درلود، صدیقي وویل دپیښې له ځایه اخیستل شوې ویډیو له پولیسو سره ډیره مرسته کوي چې په پيښه کې نور لاس درلودونکي کسان راپیدا کړي. د تیرې ورځې د پيښې په اړه ګڼ شمیر کسانو خپلې څرګندونې کړې، یو شمیر کسان په دې اند دي چې په پیښه کې وژل شوې ښځه په رواني ناروغي اخته وه ځکه یې دا عمل ترسره کړ، خو په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې فرخنده نومې ښځې چې کله دقران کریم نسخه سیځله په نورمال حالت کې وه هیڅ د ناروغي علامې نه پرې معلومیدې. په اجتماعي شبکو کې ډیری کسان په دې فکر دي چې د تیرې ورځې او دې ته ورته پیښو کې د کابل اداره دخیله ده ،یو تن فیس بک فعال دادمحمد ناوک دپيښې په اړه خپل نظر داسي څرګندوي: ((وايي پرونۍ ښځه لېونۍ وه، زه حیران دې ته یم چې دا ولې ټول لېوني د مفکر(!) په حکومت کې راښکاره کېږي!!؟)) له کومې ورځې چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني احمدزی واک ته رسیدلی، له هغه را ورسته افغانستان د ګڼ شمیر داسي پيښو شاهد دی چې ، لمخې یې د اسلام،دمسلمانانو دګران پیغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم او دخدای دکتاب قران کریم توهین شوی، همدا راز یوشمیر داسی کړنه ترسره شوې چې پکې دافغاني ټولنې پوره سپکاوی وشو. احمدبشار