مسؤل چا ته وايي او له خپل رعیت سره یې باید تعامل څرنګه وي؟

الحمد لله رب العالمين الذي بعث رسوله بالخلق العظيم وجعله رائدا للدين ومؤسسا ورئيسا للدولة الإسلامية في مدينة المخلصين وسائسا وقائدا لمصالح المسلمين،والصلوة والسلام على من أتمم مكارم الأخلاق، وأمر بها إلى الحكام والمحكومين وجعلها من أعمال الجنة وكمال الإيمان ونصف الدين،وعلى آله وأصحابه الذين هم قدوة الأمة في السياسة والحكم إلى يوم الدين.
وبعد:
قال الله تعالى في محكم كتابه: (افحسبتم أنما خلقنكم عبثا وأنكم إلينا لا ترجعون) وقال: (ايحسب الإنسان أن يترك سدى) وقال: (هذا كتابنا ينطق عليكم بالحق).
(مسؤل تعريف) د ديوبند د حديثو او ادبو استاذ مولانا وحيد الزمان داسي ليکلي دي (المسٶلية) ﺫمه داري او حاکم ته جواب ويل مسٶليت دي. علماء کرامو د مسٶليت مختلفي معاني ﺫکر کړي دي اول: (کون الفرد مکلفا بأن يقوم ببعض الأشياء بأن يقدم عنها حسابا إلى غيره) مکلف کيدل د فرد دي په بعضو امورو کي او بل کس ته حساب وړاندي کول. دويم:(الشعور بأداء الواجب،والإخلاص في العمل) ددې احساس كول چې ﺯه واجب ادا کوم او ورسره اخلاص فى العمل هم . (مسٶليت د احساس فايدې) د مسٶليت احساس ډيرې فايدې لري،چې څه فايدې علامة صالح ملوحي په لاندې ډول ﺫکر کړي دي. اول:(تشعر بوجوب أداء الأمانة أمام الله وأمام الناس) ددې احساس کول چې دا واجب امانت ﺯه ادا کوم د خلکو مخکې او دالله(ج) مخکې.دويم: (الإخلاص في العمل والثبات عليها) په کار کې اخلاص کول او په هغې کلک او مستقيم اودريدل. دريم:(کل مسؤل بقدر استطاعة تحمله،ولايخلو أحد من المسؤلية مهما قلت منزلته في المجتمع) هر يو مسؤل به د خپل طاقت په انداﺯه بوج اوچتوې او هيڅ يو کس د مسٶليت نه خالې نه دې اګر که د هغه په ټولنه کې مقام او رتبه ټيټه ده. (د رعيت او مامورينو او لاندې حاکمانو سره د اولاد پشان تعامل کول) اداري مسٶل به د رعيت او مامورينو او د خپلو لاندې حاکمانو سره به دخپل اولاد پشان تعامل کوي. لکه څرنګه چې پلار خپل اولاد ته د ديني او دنيوي ترقۍ اسباب برابروي،په هغوۍ شفقت کوي، دهغوۍ ضروريات پوره کوي، د هغوۍ اصلاح کوي،هغوۍ ته بخشش کوي او ادبي سزا ورکوي نو همدارنګې به د اداري مسٶل د خپلو لاندي رعيت او مامورينو او حاکمانو سره سلوک کوي. (د رسول الله -صلى الله عليه وسلم- سنت) کله چې رسول الله-صلى الله عليه وسلم- حضرت معاﺫ بن جبل-رض- يمن ته وليږه نو د يمن خلکو او ده ته يې يو تعليمي خط ورکړې وو چې په هغې کې يې دا هم ليکلي وو: (أن يکون لهم أبا رحيما) ته به يې د خپل رعيت او مامورينو سره مهربان پلار يې .(دحضرت ابوبکر صديق -رض- اثر) کله چې حضرت ابوبکر صديق-رض- حضرت عمرو بن العاص-رض-شام ته ليږه نو په وصيتونو کې يې دا هم ورته وويل: (کن والدا لمن معك) ته به د خپل رعيت او مامورينو سره د پلار پشان سلوک کوې.
تسليم الله حقاني