د هندوستان غوره لیگ سیاليو کې چنايي سوپر کینگ دریمه لوبه هم وګټله

عزم/ د هندوستان ای پي ايل کرېکټ لوبو کې دولسمه لوبه چې د چنايي سوپر کینګ او د ممبۍ انډینز ټيمونو تر منځ وه چینايي سوپر کینګ په اتو وېکټو وګټله .

په دغه لوبه کې پچه د ممبۍ ایډینز لوبډلې وګټله او توپوهنې پرېکړه يي وکړه ډېر تېز ه لوبه يي په  ۲۰ ټاکلو اورونو کې د اوو وېکټو له لاسه ورکولو سره ۱۸۳ منډې سیالې لوبډلې چينايي سوپرکینگ ته هدف ورکړ .

د ممبۍ انډینز لوبډله کې تر ټولو ګیرون پولارډ ښه ولوبېده پولارډ په ۳۰ توپونو کې پنځه شپږيزې ووهلې  ۶۴ منډې جوړې کړې ، ورپسې روهیت شرما هم ښه لوبه وکړه په ۳۱ ټوپونو يي ۵۰ منډې وکړې .

بېرته په ځوابي لوبه کې چنايي سوپر کینگ لوبډلې ټاکلی هدف ډېر په اسانۍ سره پوره کړای شو په ۱۶ اورونو کې يي څلور لوبغاړي سوځېدلی وه .

د چنايي سوپر کینگ لوبډلې ډویان سمیټ او مکالم په ملګرتیا ښه لوبه وکړه سمېټ ۶۲ او مکالم ۴۶ منډې وکړې ،اشېش نېرا څلور وېکټې واخیستې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .

د ای پی ایل بله لوبه به د سنرایزر حیدر اباد او ډیلي ډېرډېولز ټیمونو ترمنځ کيږي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button