د سرونو غوڅولو صحنې عکاسي کول او نشرول
شيخ نصر بن علي الانسي
ژباړن: باتور مؤمن
څه موده وړاندې ديمن په شبوه ولايت کې له ځينې پوځيانو سرونه غوڅ شول ديمن القاعدې په دغه کار کې خپله ښکيلتيا رد کړه او ويې چې موږ دهغو دلائلو پر بنسټ چې شيخ نصر بن علي الانسي حفظه الله په خپلې مرکه کې ذکر کړي پدغه کار کې خپل لاس لرل ردوو، ددغې پيښې پړه داعش وسلوالې ډلې پر غاړه واخيستې، ددې لپاره چې زموږ هيواد وال ترې ګټه واخلي موږ تاسې ته دشيخ نصربن علي الانسي ددغو خبرو ژباړه وړاندې کوو.
پدې کې هيڅ شک نشته چې زموږ ځينې ملګري د سرونو دغوڅولو له ځينې هغو ويډيوګانو متاثر دي، چې پدې وروستيو کې ډيرې شوې دي، موږ پدغو ويډيوګانو خوښ نه يو، او په شدت سره يې محکومه وو، دغه ډول صحنې عکاسي کول او عامو خلکو ته يې دجهاد او دين په نامه نشرول موږ ستره تيروتنه بولو، دغه کار هيڅ دمنلو وړ ده که هرڅومره دجواز بانې ورته ولټول شي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په هر شي کې داحسان امر کړی، تردې چې په وژلو کې هم، او دا هيڅ احسان نده چې دوژلو يا دسرغوڅولو صحني عکاسي او برالا نشر شي، چې دمقتول زامن، لورګانې او خپلوان به يې هم ګوري، چې دا ډير زړه بوږنونکی کار دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په بلال رضی الله عنه باندې هغه وخت انکار وکړ چې کله ام المؤمنين صفية رضی الله عنها په کومه ورځ چې هغه دخپل تره له لور سره يوځای مينځه وګرځيده نو بلال رضی الله عنه دهغې دقوم بني قريظه و دوژل شويو جسدونو ته وروستله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: تايوه کم عمره جينکۍ وژل شويو ته وروستله، دتا له زړه څخه رحمت کډه کړې، بلال عذر وړاندې کړ او ويې ويل يارسول الله! ما يوازې ددې لپاره وروستله ترڅو دخپل قوم دمړيو جسدونه وګوري، او زه پدې نه پوهيدلم چې دا په تا بد لګيږي.
په يوه بل روايت کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ويل: آيا دتا له زړه څخه رحمت ويستل شوی ای بلاله! ځکه چې ته دوه ښځو ته دخپلو وژل شويو سړيو جسدونه ورښيې؟
نوپدې کې شک نشته چې ددغه ډول صحنو عکاسي کول او نشرول دبلال له دغه کار څخه ستر او سخت دي ځکه ويډيو تکرارا ليدل کيږي ترڅو چې دالله خوښه وي او داسې خلک يې ګوري چې هغوی ته يې ليدل مناسب نه وي يا يې هغوی تحمل نشي کولای لکه ماشومان، ښځې او کمزوري خلک، او زه فکر کوم دا کار له سليم فطرت سره هم سمون نه خوري.
پدې ځای کې زه يوه بله خبره هم کول غواړم چې هغه د الله جل جلاله لپاره ګواهي ده چې شيخ اسامه رحمه الله زه فلفائن ته وليږلم چې څو مسؤوليتونه سرته ورسوم چې په هغو کې ترټولو مهم دشيخ په نظر کې چې هغه ډير ټينګار پرې وکړ او ډير يې مهم باله، دهغه ځای په مجاهدين باندې انکار او هغوی ددغو صحنو له عکاسي څخه راګرځول، هغه رحمه الله دا کار په ډيرو سختو ټکو غانده، او هغه به ويل چې دسليم فطرت څښتن نشي کولای دغه صحنې وګوري.
نو ځکه پدې ځای کې زه پدې ټينګار کوم چې هرهغه څوک دا ډول کارونه کوي او بيا ځانونه القاعدې ته منسوبوي نو هغه دشيخ اسامه رحمه الله له اوامرو څخه سرغړونه کوي او هغه دشيخ ايمن له اوامرو څخه سرغړونه کوي او هغه دشيخ ابوبصير له اوامرو څخه هم مخالف دی، او دا يو ناروا کار دی چې دېته به مجاهدين نه پريښودل کيږي بلکه ترې راګرځول کيږي به.
موږ خپل ملګري له دغه کار څخه دځينې شرعي او واقعي اعتباراتو له امله منع کوو، که موږ له شرعي حکم او په هغه کې له خلاف څخه سترګې پټې هم کړو نو دغه ډول کړنې دمجاهدينو دبدنامولو لپاره کارول کيږي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې عکاسي شي او په مطبوعاتو کې نشر کړل شي
دشيخ نصر بن علي الانسي حفظه الله خبرې په لاندې لينک کې کتلای او اوريدلی شئ.
https://www.youtube.com/watch?v=Hqwj7B5V680&feature=youtu.be