بنګله دېش دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته سخته ماته ورکړه

عزم/ بنګله دېش د کرېکټ دویمه یوه ورځنۍ ۵۰ اوريزه لوبه له پاکستان څخه په ووه وېکټو سره وګټله .

دغه لوبه د بنګله دېش نېشنل لوبغالي میرپور کې ترسره شوه ، لومړی پچه پاکستان وګټله د توپوهنې پرېکړه  يي پخپله وکړه او په ۵۰ ټاکلو اورونو کې د شپږو وېکټو له لاسه ورکولو سره یواځې ۲۳۹ منډې جوړې کړې چې دغه هدف د بنګله دېش لوبډلې لپاره ډېر اسانه هدف وه .

په جواب کې بنګله دېش خپله بیټینگ کې ټاکلی هدف په ډېره اسانۍ سره په ۳۸.۱ اورونو او درې وېکټو په لوېدو  سره پوره کړ .

د بنګله دېش ټیم کې د لوبي مرکزي رول تميم اقبال ولوباوه ۱۷ څلوریزې او یوه شپيزه يي ووهله ۱۱۶ منډې يي وکړې ، مشفق الرحيم په ۷۰ ټوپونو باندې اته څلوريزې اویوه شپږيزه ووهله ۶۵ منډې وکړې .

دپاکستان ټيم له لوري ټوپ اچونه کې جنيډ خان ، راحت علي او سعيد اجمل ښه ټوپوهنه یا بالینگ وکړ یوه یوه ویکټه واخیسته .

د یادونې وړ ده چې د دې دواړو لوبډلو ترمنځ به اخرنۍ دریمه سیالي په همدې لوبغاړي کې د اپريل په ۲۲ مه نېټه ترسره کیږي .حماس افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button