د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خېل استعفا ورکوي
عزم / محمد نبي عیسی خېل د افغانستان د ملي کرېکټ لوبډلې کپتان ويلي دي چې دي له خپلې دندې نه استعفی کوي .
ښاغلي عیسی خيل خپل رسمي فیس بك پاڼه کې ويلي دي چې ټاکل شوې نن ۱۰ بجې ACB غونډه کې به خپله استعفی به د یوې رسمي خبري ناستې په ترڅ کې وړاندې کړي .
خو د نوموړي د استعفی غوښتنه د افغانستان د ملي کرېکټ بورډ ههم په خپل فیس بک پاڼې کې تائید کړې .
د یادونې وړه ده چې عیسی خيل د خپلې استعفی لامل نده په ډاګه کړی خو ویل کیږي چې د کرېکټ بورډ کې یو لړ ستونزې شته چې د عیسی خيل د استعفی سبب شوی وي .
سميع شینواری