وسله والو طالبانو د لشګرګاه دبريد بشپړ تفصيل نشر کړ

په هغه خبرپاڼه کې چې دوسله والو طالبانو دوياند قاري محمد يوسف احمدي لخوا رسنيو ته ليږل شوې ،احمدي د لشګرګاه دبريدونو مسؤوليت منلی او پکې يې د ۲۳ پوليسو د وژلو او د ۳۰ نورو د ټپي کولو دعوه کړې.

تیره شپه د هلمند ولايت په مرکز لښکر ګاه کې په لومړی حوزه طالب سرتیرو برید وکړ چې ترسهاره پورې یی دوام درلود

د هلمند چارواکو هم په برید کې د خپلو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله تاييد كړې ده

په داسې حال کې چې دبريدګرو اړوند دامنيتي چارواکو ادعاوې مختلفې وې کله يې ويل چې په بريد کې څلور تنو وسله والو برخه اخیستې او کله يې بيا دبريد ګرو شمير له دې څخه هم زيات ښوده خو دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې په بريد کې يې دوو تنو ملګرو برخه اخيستې وه چې يو يي احسان الله (مبشر ) دهلمند اوبل حضرت ولي د غزني اوسيدونکی دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو هم ویلي چې تر کابو سهاره د لومړۍ حوزې په سیمه کې د سپکو ولسو ډزې اوریدل کیدې او دپیښې له ځایه داور لوګي پورته کیدل.

په دې وروستیو کې طالبانو د هلمند به مرکز او اړوندو ولسوالیو کې خپل فعالیتونه ډیر ګړندي کړي دي. اوونۍ وړاندې یې په ګریشک کې د پولیسو په یوه لوی مرکز مخامخ وسلوال بریداو قوي چاودنه ترسره کړه چې په مرکز کې دننه د یوشمیر قومندانانو په شمول یې ګڼ شمیر پولیس مړه او ژوبل کړل.

دطالبانو عملیات په داسی وخت کې ګړندي شوي چې یوه میاشت وړاندي دافغانستان دفاع وزارت په هلمند کې دطالبانو په ضدد  ذوالفقار په نوم  پراخ عملیات پیل کړ چې تر یوه میاشت یې زیات وخت ونیو،افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې خپل ترسره شوي عملیات بریالي ښه یي ولی عیني او مځکني واقعیتونه بل ډول دي، په سیمه کې عیني شاهدانو او د پارلمان یو شمیر غړو رسنیو ته ددې عملیاتو په اړه ویلي، په هلمند کې د ذوالفقار په نوم عملیات د طالبانو په ضد هیڅ اغیزمن نه وو په کومو سیمو کې چې عملیات ترسره شول هلته اوس هم طالبانو په پوره قدرت او واک دی په هغو سیمو کې په زرګونو طالبانو موجود دي او په خپلو فعالیتونو بوخت دی ، د ذوالفقار په عملیاتو کې تر ټولو ډیر زیان ملکي خلګو ته وواښت، لسګونه ملکي وګړي مړه او ژوبل شول، کورونه یې د اردو د عسکرو له خوا په بلدوزرونو ونړل شول او د کښت مځکې یې زیانمنې شوې.

خالد عزیز

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button