د چین ولسمشر نن پاکستان ته ورسید

د چین ولسمشر شي جېن پينګ نن پاکستان ته ورسید.

دواړو هېوادو ویلي چې د سفر موخه د اقتصادي اړیکو لاپراختیا ده.

ولسمشر شي به په پاکستان کې د 46 ملیاردو ډالرو په ارزښت د انرژۍ او اقتصادي پروژو پيل اعلان کړي.

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیراحسن اقبال نن وویل، د چین حکومت به یوازې د انرژۍ په برخه کې پراختیايي پروژوته 34 ملیارده ډالر ورکوي.

د دې هېواد مرکزي بانک وايي چې د روان مالي کال د پیل په نهو میاشتو کې یې 710 میلیونه ډالرپه مستقیم ډول د بهرنیو پانګونوله درکه ورغلې دي.

پیکنګ او اسلام اباد غواړي چې د چین – پاکستان اقتصادي لارپه نوم پروژې پراساس، د ګوادربندرد شینجیانګ له سیمې سره ونښلوي.

دا لاره به په بلوچستان کې تیریږي چې د پاکستان له غریبو ایالتونو دی، اسلام پالي وسله وال په کې فعال دي او جنايي فعالیتونه ډيردي.

د چین ولسمشراو د پاکستان صدراعظم به د افغانستان او چین پر دې ګډه اندیښنه چې په شینجیانګ کې اسلام پالي وسله وال، د پاکستاني طالبانو سره د اړیکې لري، خبرې وکړي.

د چین ولسمشر پرون وویل چې اقتصادي پراختیا او امنیت ارتباط سره لري.

ولسمشرشي جې پينګ پرون پاکستاني مطبوعاتو ته وویل چین او پاکستان باید خپلې ګډې امنیتي اندیښې له نږدې وڅاري او په دې برخه کې همکارۍ پراخې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!