په کندز کې پر پولیسو چاودنه شوې

په کندز ولایت کې د پولیسو پر رنجر موټر د ماین چاودنه شوې ده.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وایي نن مازدیګر د کندوز ښار د کابل بندر په سیمه کې یوه چاودنه وشوه چې له امله یې اووه تنه ملکي وګړي ژوبل شول.
ښاغلی حسیني وایي په ژوبل شویو کسانو کې دوه مېرمنې او پنځه نارینه شامل دي.
دی وایي چاودنه هغه مهال د یوه چسپکي ماین له امله وشوه چې کله له سیمې څخه د پولیسو یو رنجر موټر تېریده.
دی وایي په چاودنه کې امنیتي ځواکونو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.
ددې پېښې پړه تراوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
نصیر احمد حقمل