د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خيل نن رسما استعفی اعلان کړه

عزم/ نن دافغانستان  کرېکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خېل رسما د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې خپلې دندې نه استعفی اعلان کړه .

د کورنيو خبري سرچينو د خبر په استناد چې نن د افغانستان د کرېکټ بورډ تالار کې په همدې موخه غونډه جوړه شوی وه ، د غونډې په پیل کې ښاغلي محمد نبي عیسی خېل خپله بیانیه واوروله ، چې تلار کې دافغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ، حاجي عزیزالله دانش او ګڼ شمېر خبریالان موجود وه .

ښاغلي عیسی خېل د خپلې استعفی له اعلانولو سره زیاته کړه چې دی به دافغانستان د کرېکټ د پیاوړتیا ، پرمختیا ، او یو والي لپاره د نوی کپتان سره پوره همکاري او مرسته کوي او  د یوه افغان لوبغاړي په توګه به لوبه ترسره کوي .

همدا رنګه عیسی خیل په خپله وینا کې د غونډې کډون والاو ته وويل چې مونږ په تېرو دوه کلونو کې ډېر بریاوي او لاسته راوړنې لرلې د اسیا او نړۍ قوي او پیاوړو ټيمونو سره مو مقابلې وکړي او یو لړ قوي لوبډلو ته  مو ماتې ورکړې ، چې نړيوال جام ته مو لاره ومندله او سکاټلنډ او داسې نورو زورو ټیمو نو سره مو ښه لوبه وکړه .

عیسی خېل د خپلې استعفی په اړه زیات جزئیات ورنکړه خو یوازې لوبډلمشری يي پر خپل ځان باندې فشار وباله او ویویل چې دغه دروند مسؤلیت د  ده د لوبې په مهارتونو منفي اغېزه کړېده .

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر غونډې ته په خپلو خبرو کې محمد نبي عیسی خېل وستايه او مننه کور ودانی يي ورته ورکړ ، زیاته يي کړه چې د عیسی خېل استعفی دده خپله شخصي پرېکړه ده او مونږ يي په دغه پرېکړه خواشيني یو.

 سميع شينواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button