کندهار: اتلس کلنو دفوټبال لیګ سیالي د احمدشاه ابدالي لوبډلې وګټله

عزم/ نن قندهار ولایت کې د فوټبال اتلس کلنو فائینل لوبه د عینو مینې او د احمد شاه ابدالي بابا دلوبډلو تر منځ وه چې اتلولي د احمد شاه ابدالي لوبډلې وګټله .
د کندهار ولایت د فوټبال فدراسیون څانګې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په مرسته د اتلس کلنو لیگ سیالي له څو ورځو راهیسې پیل کړېوه چې نن د پای لوبه د احمد شاه ابدالي او د عینو مینې د ټیمونو تر منځ وه چې د احمدشاه ابدالي ټيم په اتلولۍ پای ته ورسیده .
د احمد شاه ابدالي او عینو مېنې دوواړو لوبډلو د څو ورځو په دوران کې خپلو رقیبو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره وتوانېدل چې پای ته ووځي او د پای لوبه احمدشاه ابدالي لوبډلې 1-2 عینو مینې لوبډلې ته په ماته ورکولو سره پخپل نوم کړه .
حماس افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button