د کندهار پر امنیه قومندان جنرال رازق باندي حمله کوونکی بریدګر نیول شوی

د کندهار امنیتي چارواکو خبر ورکړی ، چې په کندهار ښار کې یې یو داسی بریدګر نیولی چې غوښتل یې دکندهار په امنیه قومندان جنرال عبدالرازق باندي حمله وکړي،امنیتي چارواکي د نیول شوي کس نوم (باز محمد د لعل محمد زوي  دبلخ ولایت د شولګرې ولسوالي اوسیدونکی ښودلی دی. په خبر کې راغلی یاد کس خپل پلان او هدف ته تر رسیدو مخکې د ملی امنیت لخوا کشف او ونیول شو.

د طالبانو رسمي منابعو تر دې دمه دنیول شوي کس په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي،چې په دې نامه سره ددوي کوم کس نیول شوي دي.

دا ډول ادعا وې تر ډیره برید تاید کیدلای نشي، ډیر ځله امنیتي ارګانونه په دې موخه چې خپل فعالیت وښیي تبلیغاتي او خودساخته صحنې وړاندي کوي تر څو خپله پیاوړتیا ښکاره کړي او په خپلو مخالفو وسلوالو رعب واچوي.

تر دې دمه د نیول شوي کس ویډیویي اعتراف او خبرې رسنیو ته نه دي ښودل شوې.

احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button