الازهر پوهنتون: حجاب شرعي حکم دی پرېښودل يې ګناه ده

قاهره(۳۱ حمل ۹۴ عزم )د مصر الازهر پوهنتون علماوو ويلي دي  ځينې کړۍ چې وايي د مېرمنو په حجاب پابندي غير شرعي او د ميرمنو د ازادۍ او عزت او ناموس د حفاظت په خلاف دی  غلطه خبره ده ، حجاب د اسلامي شريعت يو مهم حکم دی.

د الازهر د پوهنتون اداري مرستيال ډاکټر عباس شومان له العربيه تيلويزيوني  کانال سره د خبرو پر مهال وويل چې حجاب  د اسلامي شريعت مهه برخه ده او په کره دلايلو ثابت دی هيڅ مسلمان بايد دحجاب  مخالفت ونه کړي او که څوک د حجاب مخالفت کوي ګناهکار دی، نوموړي زياته کړه چې د حجاب مخالفين د خپل هوس له مخې پر حجاب نيوکې کوي او د حجاب په وړاندې هيڅ کره دلايل نه لري.
د يادونې وړ ده چې په مصر کې ځينې ليبرال او سيکولر ګوندونه زيات وخت د مسلمانانو ميرمنو په حجاب  نيوکه کوي  او دا په ميرمنو زياتی ګڼي خو د الازهر پوهنتون علماوو ويلي چې هيچاته به اجازه ورنکړو چې په اسلامي شعايرو ملنډې ووهي او ويلي دي چې د اسلام خلاف به هيڅ اقدام کامياب نه شي. ډاکټر عباس شومان وويل چې د ښځو د ازادۍ او په لويديځه بڼه د ښځو د حقوقو غوښتونکي په اسلامي شعايرو ملنډې وهي چې په هغې کې د ميرمنو په حجاب او ښځو ته د سړيو په شان د ژوند کولو د حق غوښتنه کوي.د الازهر پوهنتون د (اسلام او فلسفه) پوهنځي  يوې ښځينه پروفيسرې ډاکټر امنه نصير  العربيه تيلويزيوني کانال ته وويل چې د اسلامي شريعت له نظره دبلوغ عمر ته د رسېدو نه وروسته د حجاب پابندي کول واجب دي اغلې نصير وويل چې نبي کريم (ص) اسماء بنت ابوبکر ته وفرمايل چې کله ميرمن د حيض عمر ته ورسيږي  نو هغه دې په حجاب پابندي وکړي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!