يمن:د حوثي ياغيانو د ميزايلو په ډپو کې درنه چاودنه شوې

عزم /(۳۱ حمل) د يمن په پلازمينه صنعا کې د حوثي ياغيانو د سکټ مېزايلو په يوه ډپو د هوايي بريد له امله درنه چاودنه شوې ده چې غږ يې تر لرې لرې اورېدل شوی دی .

د راپورونو له مخې د صنعا د فج عطان غرنۍ سيمه کې د حوثي ياغيانو د ميزايلو په يوه ډپو کې د چاودنې نه وروسته له ډپو نه لوګي او د اور لمبې پورته شوې او د نږدې خونو د کړکيو ښيښې هم ماتې شوې.
ددغې سيمې يوه اوسيدونکي عادل منصور رسنيو ته ويلي چې د تيرو
۳ اوونيو له تېرېدو وروسته چې د حوثي ياغيانو په خلاف هوايي بريدونه پيل شوي دي دغه هوايي بريد تر ټولو لوی بريد و چې زما دکور په شمول يې د ګڼ شمېر نورو کورونو د خونو د کړکيو ښيښې هم ماتې شوې
د سعودي د اتحاديانو الوتکې تر دې مخکې د فج عطان  او د حوثيانو نورې  سيمې او اډې څو ځل تر هوايي بريدونو لاندې راوستي دي.

د سعودي ددفاع وزارت وياند تورن جنرال احمد العسيري وويل چې د حوثي ياغيانو  اتيا سلنه د وسلې ګودامونه له منځه وړل شوي دی او د ددوی  ګڼ شمېر بلسټک ميزايل هم له منځه وړل شوي دي. تر دا مهاله په دغه بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي ترلاسه شوي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button