افغان حکومت د رسمیت پېژندل کېدو په درشل کې

خط اول

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په تړاو بحثونه تاوده شوي دي. د سمرقند په ناسته کې د بهرنیو چارو د وزیر ګډون او هلته یې له یوه خپلواک دریځه وینا هغه څه و چې نړیوال یې په افغانستان کې د یوه قوي نظام افاقیت ته متوجه کړل.

د بهرنیو چارو د وزیر خبرې تر ډېره له نړیوالو سره په متقابل تعامل او د افغانستان پر ملي ګټو او خپلواکۍ ورټولې وې. مولوي امیر خان متقي یو ځل بیا نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې افغان خاوره به د هیڅ کوم هېواد پر خلاف نه کارول کېږي او دا چاره افغان حکومت په عمل کې ثابته کړې هم ده.

نړیوال دې ته قانع شوي چې په افغانستان کې، د دوی په اصطلاح، تروریستان ریښې نشې غځولای. داعش د تیرې ادارې لپاره سخت سرخوږی و، خو اسلامي امارت دومره وځاپه چې اوس یې جرړې په ختمېدو دي؛ په کوم ځای کې چې معمولي سر راپورته کړي نو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري داسې ګوزارونه ورکول کیږي چې بیا یې سر راپورته کول ناممکن شي. همدا لامل دی چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې له اسلامي امارت پرته بل ښه بدیل نشي پیدا کولای. خو دوې نورې داسې مسئلې شته چې نړیوال یې د افغان حکومت د په رسمیت نه پېژندلو لپاره بهانه ګرځوي: یو د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او بل هم د مېرمنو د زده کړو او کار مسله ده.

د ټول ګډونه حکومت خبره خو باید حل وای او حل شوې هم ده. موږ که د اوسني حکومت تشکیلات وګورو نو اتیا سلنه د پخوانۍ ادارې کارکوونکي پکې دنده ترسره کوي او په خورا سمه توګه ورځنۍ چارې مخ ته وړي. اوس پوښتنه دا ده چې دغه اتیا سلنه کارکونکي څوک دي؟ راځئ د انصاف له مخې ووایو: د دې کارمندانو ډېره برخه د کابل او کابل ته د نږدې پرتو ولایتونو اوسېدونکي دي، چې ډېر یې تاجک او په ورپسې کټګورۍ کې د نورو قومونو خلک راځي. دا خلک له نفرِ خدمته واخله آن تر ریاست او معینیت پورې کار کوي او د رهبرۍ له لوري پرې پوره باور کیږي. دا د ملي وحدت د یوې ممثلې ادارې ښکارندويي کوي. تر دې ور هاخوا، که د اسلامي امارت رهبري وګورو نو د وزیرانو تر کچي پکې د افغانستان د ټولو قومونو وګړي شته. نور ټول ګډونه حکومت څه ته وایي؟ دا موضوع په اصل کې د بحث وړ نه ده. سمه ده په حکومتولۍ کې به یو شمېر ستونزې هم وي، لکه په یو شمېر پوستونو د وړ اشخاصو نه ګومارل کېدل، خو د امیرالمؤمنین له وروستیو جدي فرمانونو ښکاري چې دا مسئله به هم ژر د حل کېدو په لور روانه شي.

پاتې شوه د نجونو د کار او زده کړو موضوع، افغان حکومت هیڅکله دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې میرمنې د کار او زده کړو حق نه لري، بلکې تر امرثاني پورې یې یوازې زده کړې د سم چاپېریال رامنځته کولو په هدف ځنډولې دي. باورونه دا دي چې بیرته به د زده کړو دا لړۍ پیل شي. د کار په برخه کې اوس پخپله د حکومت په تشکیل کې مېرمنې شته، له کوره کار کوي، او معاشونه په خپل وخت ورکول کیږي. له حکومتي تشکیله بهر هم لسګونه زره ښځې په خصوصي سکتور کې په کار لګیا دي او تر پخوا یې کارونه ښه رونق لري.

له دې مسائلو دا څرګندیږي چې افغان حکومت نړیوال دې ته قانع کړې چې دوی په رسمیت وپېژني. په راتلونکو دوو اونیو کې په دوحه کې د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه جوړېدونکې غونډه د دې ښکارندویي کوي چې نړیوال د افغان حکومت پر وړتیا، ښه مدیریت او افاقیت باوري شوي دي.

د شنونکو په نظر، ممکن افغان حکومت نور هم داسې قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي چې نړیوال په سیمه کې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته اړ باسي. ښایي د دوحې ناسته یو څه ناندریزه هم شي او پر ځینو حاشیوي موضوعاتو بحث به پکې بیا راپورته کیږي، خو د سیمې هېوادونه دې ته واداره شوي چې د خپلو ګټو ساتلو لپاره د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره زرغون کارت وکاروي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button