ننګرهار کي داعشي قومندان خپل ۱۱ ملګري وژلي

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کي یوه داعشي قومندان خپل ۱۱ تنه ملګري وژلي او دی په تېښته بریالی شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی وايي، تیره شپه د اچین ولسوالۍ په کرکڼۍ سیمه کي یوه داعشي قومندان خپل ۱۱ تنه ملګري وژلي دي.

نوموړي ویلي، د زمین جان په نوم دغه داعشی قومندان، چي په ابوبکر سره مشهور و تر برید وروسته په ټپي حالت کي تښتېدلی دی.

ځینو سرچینو خبر ورکړی، چي څو ورځې وړاندې د اعشیانو د زمین جان یو ورور زرین چي په طالبانو کي و وواژو او زمین جان په دغه برید سره د خپل ورور انتقام واخیست.

په ننګرهار کي دداعشیانو سختو ظلمونو په سیمه کي ددغې ډلي نفوذ خورا کم کړ او ډیری وسله وال د ځینو مهمو قومندانانو په ګډون ورڅخه ولاړل.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button