روزګان ترینکوټ کې د اوپراسیون مدیر وژل شوی

عزم : (جمعه، غويي۳۱مه ۱۳۹۵ل): د ملي اردو د څلورمې لوا د لومړي کنډک داوپراسيون مدير عزیزخان د ترینکوټ ښار کې وژل شوی.
د ترینکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر څارمن ګل اغا پېښه تایید کړې ، دی وایي ، نن د جمعې په ورځ د اوپراسیون مدیر عزیزخان د یوه تن له لوري په بې غږه تومانچې ویشتل شوی او وژل شوی.
څار من ګل اغا وایي ، بریدګر له ډزو وروسته د پېښې له ځایه  تښتېدلی دی.
طالبانوپه خپل ویب پاڼه د یادې پېښې مسوولیت منلی.
طالبان وایي ، د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د ملي اردو د څلورمې پلې لیوا د لمړي کنډک داوپراسیون مدیر جګړن عزیز خان یې نن په یوه نیمه بجه په یوه غلچکي برید کې وژلی دی.
عزیز خان د کنړ ولایت اوسېدونکی ؤ چې له تېرو لسو کالونو راهیسې یې په روزګان ولایت کې دنده تر سره کوله .
د یادونې وړ ده، تېره ورځ هم په کندهار کې د اتل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
اصف افغان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button