انډیپینډنټ: برتانیې د افغانستان خلکو ته شا کړې ده

عزم (شنبه، ۳۰/۲/۱۴۰۲): انډیپينډنټ انګلیسي ورځپاڼه چې برتانیې نه خپریږي، په خپلې نوې ګڼه کې د برتانیا او افغانستان وروستیو اړیکو ته پام اړولی.
ورځپاڼې د برتانیا پر مرستو د څار بنسټ د یو چارواکي څرګندونې را اخیستې او لیکلي یې دي چې د برتانیوي حکومت د افغانستان خلکو ته شا کړې ده.
یاد چارواکی چې اصل نوم یې نه دی ښودل شوی، ادعا کوي چې برتانیې په افغانستان کې له اوسني حکومت سره مرستې راکمې کړې، چې دا یې د هغه هېواد له اوسېدونکو سره ښکاره جفا ده.
ورځپاڼه وړاندې لیکي: برتانیا په داسې وخت کې له افغانستان سره مرستې کموي، چې نړیواله ټولنه او خیریه بنسټونه په یوه خوله له بحران ځپلو افغانانو سره پر مرستو ټینګار کوي.
انډیپینډنټ په خپل مطلب کې د مرستو د کمښت لامل د بودیجې کموالی بللی او زیاته کړې یې ده چې برتانیوي حکومت اوسمهال تر ډيره د کډوالو مېشتېدنې ته پام اړولی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم انډیپینډنټ ورځپاڼې ته یو شمېر شنونکو ویلي و چې برتانیوي حکومت د جمهوري دولت په څير له اسلامي امارت سره مرسته نه کوي، چې د دې کار زیان قرباني خلکو ته اوړي.
دوی وايي: هغه هېوادونه چې افغانستان کې یې عسکر جنګېدل اوس باید بېرته د افغانستان په ابادولو کې هم مرسته وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button