د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې اورلګېدنې شاوخوا پینځلسو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

عزم( شبنه، د غوایي، دېرشمه، ۱۴۰۲): د العربیه نیوز له قراره، د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې د اورلګېدنې له امله ۸ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
یاده پېښه دمکې معظمې په یوه هوټل کې رامنځه شوې چې ډېری وخت پکې مسافر اوسیږي.
د راپورونو له مخې، د پېښې ډېری قربانیان هغه پاکستاني وګړي دي، چې د عمرې ادا کولو لپاره تللي وو.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر پېښه خفګان ښودلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د پېښې سبب له پوره مالوم نه دی او ویل کیږي چې د ځينو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.